د ملي پولیسو په لیکو کې د شمولیت لپاره څه باندې ۷۰۰ ځوانانو د سیالۍ ازموینه ورکړه

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۷:۳۴
3

کورنیو چارو وزارت د ملکي پوهنتونونو ۲۵۰ تنه ځوانان چې د لېسانس کچې زده کړې ولري، د فوق لېسانس زده کړو برنامه کې جذبوي.

همداراز نږدې ۶۰۰۰ ځوانانو د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ په عمومي قومندانۍ کې د شمولیت په موخه نوملیکنه کړې وه.

له دې منځه نن ۷۵۱ تنه چې د دې قومندانۍ په شرایطو برابر وو، د قومندانۍ رقابتي ازموینه یې ترسره کړه.

د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي چې پدې ازموینه کې شتون درلود، ویې ویل چې دوی د هېواد صدیق او د حق لارې مبارزې بچیان دي او زیاته یې کړه چې د ملي پولیسو په لیکو کې د ځوانانو ګډون د خلکو او هېواد لپاره د خدمت کولو لویه ښکارنده ده.

دا داوطلبان چې د حقوق، شرعیاتو، اقتصاد، اروا پوهنې، ژورنالېزم او کمپیوټر ساینس پوهنځیو څخه فارغ دي؛ د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ په عمومي قومندانۍ کې به د فوق لېسانس نظامي زده کړې بشپړې کړي او له هغې وروسته به د ملي پولیسو په لیکو کې په دنده وګمارل شي.