د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ګډه اعلامیه

hakimi-moi
1

په دې وروستیو کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کورونا ویروس د خپرېدو راپور خپور شوی. ملي امنیتي او دفاعي سکتور یاد راپور ترلاسه او تر ارزونې لاندې نیولی دی.
زموږ د ارزونو د پایلو له مخې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې چې په راپور کې یې پر کورونا ویروس د اخته ځواکونو شمېره ۵۰ سلنه ښودل شوې، سمه نه ده.
د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري په هېواد کې د کورونا (کوېډ-۱۹) ویروس تر خپرېدو دمخه یو لړ عملي اقدامات ترسره کړل، چې د هېواد په کچه په ټولو اډو او حمایوي - عملیاتي جزوتامونو کې د ځینو ځانګړو لارښوونو او تدابیرو پر اساس پلي شول او د تطبیق لړۍ یې لا هم دوام لري.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روغتیايي برخو د ارزونو او رغنده اقداماتو په پایله کې د یادو ځواکونو زیانمنتا په ټیټه کچه کې ساتل شوې ده.
د دې برسېره امنیتي او دفاعي ځواکونو د نورو هېوادوالو له پاره له کورونا ویروس سره د پوهاوي او مقابلې په برخو کې روغتیايي کارکوونکو ته زمینه برابره کړه او له دوی سره ښه همکار پاتې شول.
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په دوامدره توګه د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره په تعامل کې دي او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې او مشورې، د امنیت، تلپاتې سولې او د ترهګرو د له منځه وړ په برخو کې د ټولو وقایوي تدابیرو په پام کې نیولو سره له یو بل سره همکار دي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements