د محلي پولیسو جلب او جذب پیلیږي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۲۱:۷
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د یوې ویډیویي غونډې په ترڅ کې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته وویل، چې د جمهور رییس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان د دستور پر بنسټ دې د محلي پولیسو جلب او جذب پیل کړي. 
جنرال عبدالستار میرزکوال په دې غونډه کې د پولیسو تجهیزاتي، تسلېحاتي او اعاشوي ستونزو ته پر رسېدنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پولیسو د یادو ستونزو رسېدنې ته ژوره پاملرنه وکړي. 
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت معینانو هم ګډون درلود.