د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د مرستیال والي او قومي مشرانو په منځګړتوب د دوو کورنیو د ۲۵ کالو دوښمني پای ته ورسېده

د لوګر د مرستيال والي مولوي محمدانور «دينپرور» او یو شمېر قومي مخورو په هلو ځلو د خوښۍ ولسوالۍ په کاریزونو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۲۵ کالو دوښمني چې دواړو خواو ته په کې ۲ تنه مړه او څو کسان ټپیان شوي وو پای ته ورسېده او دواړه کورنیو روغه سره وکړه.