د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې پیل شوي عملیات د ۵۳ ترهګرو طالبانو په وژل کېدو پای ته ورسېدل

د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو پر ضد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور مرګوني ټپیان شوي دي.
په وژل شویو او ټپیانو کې د ترهګرو طالبانو مهم کسان هم شامل دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې د طالبانو یو زیات شمېر سپکې او درنې وسلې او وسایط د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.