د فراه د مرکز یو شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ښار په "قلعه غلام صدیق، ګرجي ها، چهار برجک، قلعه زمان، دېګ فروش، ریګي، دهک خورد او شور آب" کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي دي.
د دې عملیاتو په پایله کې یادې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاکې شوې او په لړ کې يې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر ماینونه او چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو پر مهال یو تورن کس نیول شوی او همداراز د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر، یو عراده موټرسایکل او یو شمېر نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.