د فاریاب پولیسو د دې ولایت د برېښنا د پرې کېدو مخه ونیوله.

تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل چې له تیارې په ګټنې د فاریاب ولایت د "خان چهار باغ" ولسوالۍ اړوند د "ختم قیر" په سیمه کې له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا راغلې ستنې د بشکه يي ماین په ځای پر ځای کولو سره پرې کړي.
د دې سیمې لپاره د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبین چې کله د ترهګرو طالبانو پټنځای ته ځیر کېږي، نو سمدستي په عملیاتو لاس پورې کوي، چې په ترڅ کې څو ترهګر طالبان ټپیان کېږي او پاتې نور یې له سیمې په تېښته بریالي کېږي.
ترهګرو چې د فاریاب د برېښنا د پرې کولو لپاره کوم بشکه يي ماینونه راوړي وو، د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.