د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۲:۵۳
7

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "ینګي" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په دې عملیاتو کې د یادو ترهګرو یو شمېر وسلې، مهمات او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
همداراز؛ د قیصار ولسوالۍ د بازار په اړوند سیمو کې د پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې هم دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.