د غیر قانوني وسلو او مهماتو د ساتلو په تور د یو تن نیول کېدل

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۱ - ۱۵:۱۷


د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د عمومي ریاست منسوبینو، لومړی څارن نور الله د حبیب الله زوی د غیر قانوني دولتي مهماتو په تور ونیوه.
نیول شوی کس د کابل ښار د پینځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له سیمې له یو عراده رنجر ډوله موټر، یو شمېر سپکو او درنو وسلو، زرهي واسکټونو، نظامي کالیو او مخابرې سره نیول شوی دی.
نیول شوي کس له دې مخکې د پکتیکا ولایت په امنیه قومندانۍ کې دنده درلوده؛ چې خپله دندې یې پرې اېښې او له شپږو میاشتو راهیسې له پټو وسلو او مهماتو سره یې تېښته غوره کړې وه.