د غلا او قتل په تړاو څلور کسان ونیول شول
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ امنیتي منسوبینو یو کس د څلورو تولو سرو زرو د غلا په تړاو، چې ارزښت یې ۳۹۲ زره افغانۍ کېږي، نیولی دی.
همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې دوه کسان د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د یو کس د قتل او فراه ولایت کې یو بل تن د خپل د پلار د قتل په تړاو نیولي دي.