د غرب زون (هرات،فراه، غور او بادغیس ) ولایتونو ۶۳۰ تنه مجاهدین د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د هرات ملي پولیسو له اسلامي روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
هغه غونډه چې د یاد اسلامي مرکز په اډانه کې جوړه شوې وه، د غرب زون محلي مسوولیو، علماو، ملکي او نظامي چارواکو ګډون درلود.
په دغه غونډه کې، د جهاد د ارزښت په ساتلو، د اسلامي نظام په حفاظت، د ولس سره د ملي پولیسو په ښه او نیک چلند او د اسلامي امارت د مشرتابه د احکامو او فرامینو په تطبیق ټینګار وشو.