د عبور او مرور د شرطې لوی ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه

​کابل: د عبور او مرور د شرطې لوی ریاست په تېر ۱۴۴۷ هـ ق کال کې په هېواد کې د عامه نظم د ټینګښت، د ترافیکي پېښو د کچې راکمولو، او هېوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه بې ساري او رغندې لاسته راوړنې درلودلې دي. د دغه ریاست مسئولینو د نوي پلان له مخې په کابل او ولایتونو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې تفصیلي راپور یې په لاندې توګه خپریږي:
​د موټرچلونې جوازونو او جوازسیرونو وېش
​د هېوادوالو د قانوني اسنادو د بشپړولو او قانونمندۍ په برخه کې په ټول هېواد کې په پراخه کچه کار شوی دی:
​د موټرچلونې جوازونه (لایسنسونه): په ټول هېواد کې د یاد کال په اوږدو کې ۱۴۵۰۰۰ ټوکه د موټرچلونې نوي، تمدید شوي، د درجې لوړولو او مثنی لایسنسونه وېشل شوي دي.
​د جوازسیرونو منظم ثبت: په ټولیزه توګه ۳۸۸۰۰۰ عرادې نقلیه وسایطو ته نوي, تمدید شوي او مثنی جوازسیرونه ورکړل شوي دي. له دې جملې څخه ۱۷۵۰۰۰ نوي ثبت شوي وسایط دي چې په کې ۱۲۰۰۰۰ شخصي وسایط، ۳۰۰۰۰ ټکسي او ۲۵۰۰۰ نور بېلابېل ډولونه لکه بسونه او لارۍ شاملې دي. پاتې ۲۱۳۰۰۰ عرادې هغه وسایط دي چې اسناد یې تمدید شوي او یا یې مثنی اخیستی دی.
​د غلا شویو او مشکوکو وسایطو پېژندنه او کشف
​د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې او د امنیت د خوندیتوب په ترڅ کې لاندې رغنده ګامونه پورته شوي دي:
​۱۸۱ عرادې هغه نقلیه وسایط چې د غلا یا ورکېدو وروسته بېرته پیدا او کشف شوي دي.
​۱۱۵ عرادې هغه وسایط چې د شاسي نمبرونه یې مشابه او یا یې تغیر درلود (وی ټیچ).
​۷۸ عرادې وسایط د محکمې د حکم په اساس پرزه شوي دي.
​له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست او نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ د مشکوکو او نامعلومو وسایطو په تړاو د ۸۴ تنو معرفي کول.
​پر لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي جدي اقدامات
​د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو د کمولو او پر لویو لارو د جدي څارنې په موخه لاندې بنسټیز اقدامات ترسره شوي دي:
​اړوندو ولایتونو ته د لویو لارو د کنټرول لپاره د نویو رنګ لرونکو تجهیزاتو او پرمختللو وسایطو وېش.
​پر لویو لارو د پوستو جوړولو لپاره په مجهزو کانټینرونو د سړکونو سمبالول.
​پر لویو لارو په ۲۴ ساعته توګه د سرعت د کنټرول او ترافیکي سرغړونو د مخنیوي لپاره د سیارو او ثابتو چېک پاینټونو فعال ساتل.
​په مبدا کې د وسایطو جدي کنټرول (له کابل څخه ولایتونو او برعکس) د تخنیکي وضعیت، اسنادو، د موټرچلوونکو روغتیايي کارتونو او د بار د وزن د څارنې په موخه؛ ترڅو له ستونزو لرونکو وسایطو د حرکت اجازه واخیستل شي.
​د اداري پروسو ساده کول او ډیجیټل کول
​د عبور او مرور د شرطې لوی ریاست د مراجعینو د وخت د سپما او اسانتیا لپاره په کاري سیسټم کې ژور اصلاحات راوستلي دي:
​د کاري پړاوونو ډیجیټل کول چې له امله یې پخوانۍ اوږدې چارې چې میاشتې یې نیولې، اوس په ۱ یا ۲ ورځو کې خلاصیږي.
​د ولایتونو ترمنځ د اسنادو او تخنیکي معاینې اسانتیا؛ اوسمهال هر وګړی کولای شي د خپل واسطې تخنیکي معاینه په هر ولایت کې ترسره کړي او اسناد یې په الکترونیکي بڼه اړوند ولایت ته لېږل کیږي او د بل ولایت ضمانت ته اړتیا نه پاتې کیږي.
​د اسنادو د پړاوونو د کموالي په موخه، کاري پروسه له ۸ څخه ۵ پړاوونو ته راټیټه شوې ده.
​د نقلیه وسایطو د ثبت مدیریت اړوند الکترونیکي ارشیف په بشپړه توګه فعال شوی دی.
​د ترافیکي نظم او خوندیتوب انکشافي پروژې
​د سړکونو د معیاري کولو، د ترافیکي بهیر د منظمولو او د پېښو د کمولو لپاره درې سترې پروژې په عملي توګه پلي شوې دي:
​د ګل مېخونو (سرعت ګیرونو) د نصب پروژه: پر کابل، میدان وردګ، پروان، کندهار-کابل او ننګرهار لویو لارو د دغې پروژې چارې ۵۰٪ مخته تللې دي.
​د واټ جلا کوونکو (ناصف جاده) د نصب پروژه: لومړی پړاو په کابل، خوست، پکتیا، ننګرهار، بغلان، کندز، بلخ او هرات ولایتونو کې په بشپړ ډول پای ته رسېدلی او دویم پړاو یې اوسمهال په کابل کې په عملي توګه روان دی.
​پر واټونو د خط اندازۍ پروژه: د ترافیکي کرښو د روښانتیا په موخه په کابل، کندهار، خوست او ننګرهار کې د ۱۲۰۰۰۰ متره مربع په کچه پر واټونو باندې د خط اندازۍ چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې دي.
​د عبور او مرور د شرطې لوی ریاست ژمن دی ترڅو په راتلونکي کې هم د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او د سړکونو د غوره نظم لپاره د عصري او پرمختللو سیسټمونو په پلي کولو سره خپل خدمات لا ګړندي، روښانه او شفاف کړي.