د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت  ۱۱۸ تنه ساتونکي له مسلکي او نظامي زده کړو وروسته د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالی کې د مس عینک غنډ له قوماندانۍ څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۳:۲
sffsfsfs

په دغه مراسمو کې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د مس عینک غنډ په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، د دغه غنډ قوماندان، استادانو او نورو منسوبین ګډون کړی وو. د مس عینک غنډ  قومندان مولوي حبیب الرحمن "هجرت" په خپلو خبرو کې وویل: د عینک د مسو کان د امنیتي ساتونکو کچه لوړه شوې ده، دوی کولای شي د لویو اقتصادي پروژو امنیت تامین کړي. هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه: تاسو هغه څوک ياست چې په هېواد کې د ملي او حياتي پروژو مسووليت په غاړه لرئ او له خپلې دندې څخه په پوره مېړانه دفاع کوئ.