د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ښوونیز مرکز ۱۰۷مې دورې منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز د ۱۰۷مې دورې د فراغت مراسم د یو لړ ځانګړو تشریفاتو په ترڅ کې ترسره شول. په یاده غونډه کې د عملیاتي چارو مرستیال پاسوال مولوي شریفالله "الهام"، د ښوونیز مرکز قوماندان سمونوال قاري سیفالرحمن "منصور"، د دعوت او ارشاد آمر مولوي کریمالله "جلیبیب" او یو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د عملیاتي چارو مرستیال په خپلو خبرو کې فارغ شویو ساتونکو ته د مبارکۍ تر څنګ یادونه وکړه چې له دې وروسته به د هېواد له اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو څخه د امنیت ساتنې دروند مسؤلیت پر غاړه ولري. هغه د دندې پر مهال له دوی څخه د صداقت، ژمنتیا او مسلکیتوب غوښتنه وکړه. د ښوونیز مرکز د راپور له مخې، په یاده دوره کې لسګونه ساتونکي فارغ شول او همداراز ۷۸ تنه افسرانو او ساتنمنانو خپلې تقویتي زدهکړې بشپړې کړې او د فراغت باورلیکونه ورکړل شول.