د عامه ساتنې له امنیتي تصدۍ څخه د کورنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه

نن سهار د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د عامه ساتنې تصدۍ د چارواکو د کړنو د ارزونې سربېره، د دې ادارې له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د تصدۍ پر معیاري کولو یې ټینګار کړی دی.
محمد مسعود اندرابي زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هڅه کوي، څو د متقاضیانو لپاره د معیاري امنیتي خدمتونه د وړاندې کولو سره ـ سره د عامه ساتنې تصدي په پرمختللو سیستمونو سمبال کړي.
ښاغلي اندرابي همداراز وویل، چې د عامه ساتنې لخوا شرکتونو او پروژو ته د خدمتونو د وړاندې کولو سربېره په نظر کې لري، څو د سیاسي شخصیتونو او رجال برجسته لپاره امنیتي خدمات هم د پولیسو ل۵۵ه همدې برخې ترسره شي.
له دې وروسته د عامه ساتنې د امنیتي تصدۍ مسوولینو د دې تصدۍ په اړه د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته بشپړ راپور ورکړ او د خپلو ستونزو د حل لارو او په تصدۍ کې د مثبت بدلون راوستو په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
په پای کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ له منسوبینو او کارکوونکو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پدې تصدۍ کې به د کیفیت د لا ښه والي په موخه د دوی تر څنګ نور متخصص کارکوونکي هم وګماري.