د عامه ساتنې او ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۱ تنه مجاهدین له نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
د فراغت په غونډه کې د یاد معینیت عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله رشید او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
نویو فارغ شویو مجاهدینو اسلامي نظام او د هیواد په هر ګوټ کې ولس ته د خدمت چمتوالی وښود او غونډه په رهنمودي خبرو او د تصدیق پاڼو په ویشلو پای ته ورسیده.