د عالیقدر امیرالمؤمینین حفظه الله د لزوم دید په اساس "مولوي محمد رفیق خادم'' د اروزګان ولایت لپاره نوی امنیه قومندان وټاکل شو.
نوموړی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امنیه قومندانۍ ټولو مسؤلینو ته د والي مولوي محمد علي جان احمد او مخکیني امنیه قومندان ملا عبدالله حاجي بشیر صاحب له لوري معرفي شو.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اولس ستونزو او مشکلاتو ته رسېدنه خپل لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل چې د مشرانو له لوري ورکړل شوی مسؤلیت به په پوره امانتدارۍ او اخلاص مخته وړي.