د شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو په اکاډمي کې ۴۸ تنه پولیسو د لېسانس دوره بشپړه کړه

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو په اکاډمۍ کې د ملي پولیسو ۴۸ تنه منسوبینو د خدمت دورې په شپې پوهنځۍ کې د لېسانس څلور کلنه دوره بشپړه کړه او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمدانور بريپال په دې غونډه کې د پولیسو لپاره د ښوونې او روزنې نقش ګټور یاد کړ او د پوهې د لوړولو په برخه کې یې د پولیسو منسوبینو هڅې وستایلې.
د پولیسو اکاډمي لوی قوماندان پاسوال محمدفرید افضلي د پولیسو لپاره د ښوونې او روزنې د زمینې د برابرولو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له ملاتړه د مننې سربېره وویل، چې د دې بنسټ رهبري او ښوونکي کوښښ کوي څو ښوونیزې او روزنیزې برنامې په سم ډول پلې کړي.
دا د شپې پوهنځۍ د خدمت دننه درېیمه فراغتغونډه ده چې په عمومي پوهنځۍ کې د اروا پوهنې، جرم او جزا پېژندنې، حقوق، جنايي، ټېکنالوژي او نظامي تکتیک مضمونونه د اتو سمسترو په لړ کې محصلینو ته تدریسوي.