د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا

jamil-moi
6

د کورنیو چارو وزارت ټولو افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د ماسټري پروګرام نوم لیکنه د ۱۳۹۹یم کال د تلې له ۲۲مې - د ۱۳۹۹یم کال د تلې تر ۲۴مې نېټې پورې د لاندې شرایطو په پام کې نیولو سره پیلیږي.
۱- د افغانستان تابعیت ولري؛
۲- د کورنیو چارو وزارت برحاله افسر وي؛
۳- د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري؛
۴- د لېسانس دورې د نمرو اوسط یې لږ تر لږه ۷۵ سلنه وي؛
۵- د ماسټري پروګرام د زده کړو د دوام لپاره باید د اړوندې ادارې موافقه ولري؛
۶- د ماسټري پروګرام د سیالۍ له مخې ترسره کېږي؛
۷- په ټاکلې موده کې د ګډون فورمونه او ژمنپاڼې بشپړې کړي؛
۸- په بریالیتوب سره د ماسټري ځانګړی کانکور ترسره کړي؛
۹- د زده کړې د دوام او نورو ټولو اړونده قواعدو او مقرراتو ته ژمنتیا ولري؛
۱۰- د لوړو زده کړو د وزارت په تایید سره د ديپلوم او نمرو د ترانسکرېپت درلودل (اصلي او رنګه کاپي)؛
۱۱- د پېژندپاڼې او دوه قطعی انځورونو درلودل.
ګډون کوونکي کولای شي چې د شمولیت د فورمې د ترلاسه کولو او نوم لیکنې لپاره د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د ماستري پروګرام امریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: د ماسټري پروګرام په ازموینه کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې بیه ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
دا پروګرام د کورنیو چارو وزارت هغو افسرانو ته چې د لېسانس په کچه د حقوقو، شرعیاتو او د پولیسو اکاډمي له يوې پوهنځۍ څخه فارِغ شوي وي، َځانګړی شوی دی.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا

هغه کسان چې په ولایتونو کې یې د "فوق لېسانس" برنامې د ازموینې د شمولیت کارتونه په مرکز کې ترلاسه کړي، رسول کېږي چې ازموی

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۶:۷
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا  

د کورنیو چارو وزارت ټولوهغو نارینه اوښځینه افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د "یو کلي" موټرو متصرفینو ته خبر ورکول کېږي، چې له دې وروسته د یو کلي او هغه موټرو ګرځونه

Back to announcements