د شمال زون د پولیسو اړوند روغتیایي مرکزونه وڅېړل شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۱۶
ظطزرظ

د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د روغتیايي چارو لوی رییس، الحاج مولوي صدیق‌الله بدر، د خپل کاري سفر په لړ کې د شمال زون د شپږو ولایتونو (بغلان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان، جوزجان) اړوند د امنیه قوماندانیو کلینیکونه او د کندوز او بلخ ولایتونو ۲۰ بستریز روغتونونه وڅېړل.
 نوموړي د یادو روغتیايي مرکزونو د خدمتونو څرنګوالی و ارزوه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د پولیسو منسوبینو او خلکو ته لا اغېزناک، معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي. ښاغلي بدر ډاډ ورکړ چې د کلینیکونو د ظرفیت لوړولو لپاره به لازمې هڅې وشي او د ولایتي قوماندانو د همکارۍ مننه یې وکړه.