د سمنګان د درهصوف پایین ولسوالۍ لپاره د یو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
یاد جومات د دغې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ په انګړ کې په دوو پوړونو کې د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي.
ځایي مسؤولینو د یاد جومات جوړول د نوموړې قومندانۍ د منسوبینو د دیني چارو د لا ښه سمبالښت لپاره مهم بللي او د ورته پروژو پر دوام یې ټینګار کړی دی.