د سرپل پر عمومي لویه لار له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۸:۱۷
ز

نن مازدیګر د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت د مرکز په اړوند ګولايي تخته سیمه کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.