د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شیرمحمد مشهور په غضنفر چې د صیاد ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال و، وژل شوی او یو همکار یې ژوند نیول شوی دی.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د درېیو عرادو موټرسایکلونو او ۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو په ګډون یو شمېر جنګي تسلیحات او نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.