د زابل امنیه قومندانۍ ۱۹۰ تنه افسران او ساتنمنان د وړتیا لوړونې له سیمینار څخه فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۸
sdfas

هغه مراسم چې په همدې موخه د یاد ولایت په امنیه قومندانۍ کې جوړ شوي وو، د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحلیم حلیمي، د والي مرستیال مولوي محب الله حماس، د یاد ولایت د علماوو شورا مشر مولوي عزیز الله طیب او نورو مسوولینو او منسوبینو پکې ګډون درلود.
مسوولینو په خپلو ویناوو کې، فارغ شوي منسوبین د خپلو دندو استقامتونو او ولس سره نېک چلند ته را وبلل.