د رياست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال په ځانګړې سپارښتنه او د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال په مشرۍ ګډ پلاوي د هيواد د بندرونو د ارزونې په موخه سهيل ختيځ زون ته سفر وکړ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۲۱:۱۴
asdaddda

ياد پلاوی چې د کورنيو چارو وزارت دنشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال الحاج ملا عبدالحق اخند همکار په ګډون پکې د رياست الوزرا اقتصادي چارو مرستيالۍ استازي ملا ولي جان اخند، د ماليې وزارت د ګمرکونو مرستيال حاجي محمد ادريس صاحب، د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي صاحب نجيب، دملي دفاع وزارت دتامیناتي چارو مرستیال مولوي محمد شفیق صاحب، د سټندرډ ملي ادارې مرستيال مولوي محمد اصف صاحب او د سرحدي پوليسو لوی رياست مرستيال مولوي عبدالروف صاحب ګډون درلود د پکتيا د ډنډ پټان او پکتيکا انګور اډې بندرونو څخه لېدنه وکړه.

دغه پلاوي يادو بندرونو کې له مسؤلينو او ملي تجارانو سره د جلا جلا ليدنو په مهال ددوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او د چارو د سمون لپاره يې دوی ته سپارښتنې وکړې.


د هيواد سهيل ختيځ زون بندرونو ته د ياد لوړ رتبه پلاوي د راپور جزيات به د اسلامي امارت د رياست الوزرا داقتصادي  چارو مرستيال محترم مقام ته وړاندې شي.

ديادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال په مشرۍ یاد پلاوي پخوا هم د اسلامي امارت د ریاست الوزرا داقتصادي چارو مرستیال په لارښوونه د هيواد زونونو ته د هيوادالو او ملي تجارانو د ستونزو او شکايتونو د اوريدلو په موخه سفرونه کړي وو.