د دې وزارت د لوژستیک لوی ریاست 8 قلمه د مفروشاتی عینیاتو (غاړی)
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د کورنیو چارو وزارت د 010 شمیره امریه د (12) بند پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، چې د کورنیو چارو وزارت په نظرکی لري چې د دې وزارت د لوژستیک لوی ریاست 8 قلمه د مفروشاتی عینیاتو (غاړی) د نوی احسان حکمت لوژستیکی او تجارتی شرکت چې د جواز شمېره يې (20135-0101) او د ناحیه اول باغ قاضی، کابل مرکز، کابل سیمه کې موقعیت لري په (67,600,400) افغانی ټولیزیی اعطا کړی.
حقیقي او حکمی کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه له دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر دري کاري ورځو پورې په لیکلی بڼه د عقودو قانون او 010 امریه سره سم د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوایی ډګر په 80 متره سړک موقعیت لری وړاندی کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په معنی نه ده او دی پورته یاد شوې مودې او ورپسې- قانونی پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي. والسلام
