د دولتي پروژو د ساتنې ریاست

دغه ریاست چې د عملیاتي چارو معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د هیواد په کچه د ټولګټو دولتي تاسیساتو او دولتي پروژو د ساتنې ویاړ لري او د خپل روزل شوي او مسلکي ساتونکو پر مټ، په‌دې توانیدلی؛ چې د قوش تیپې کانال، د ګازو پایپ‌لین، د اوسپنې پټلیو؛ د سلما، کجکي، مچلغو…د بریښنا د بندونو، کانونو، حلقوي‌سړک، لرغوني‌آثار او ورته ملي‌پروژو څخه په کلکه ‌ساتنه وکړي.