د خوست ولایت لپاره نوی والي الحاج مولوي عبدالله مختار د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۳۱
sadfsaf

د معرفۍ دغه مراسم د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري، د ياد ولایت پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمير عامو ځوانانو ګډون کړی وو.
د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا راغلي پلاوي ته هرکلی ووایه او څرګنده یې کړه، چې تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصولي بهیر دی. نوموړي زیاته کړه، چې اطاعت د اسلامي نظام بنسټ دی، او همدا ارزښت د مشرتابه د امر پلي کېدل تضمینوي.
پخواني والي مولوي عبدالقیوم روحاني وویل، چې د خوست ولسونه د اسلامي نظام رښتيني ملاتړي دي، او له هغوی څخه یې د زړه له کومي مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، د خوست د ولسونو له همکارۍ او وفادارۍ ژور د خوښۍ احساس لري او دا به هېڅکله هېر نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې موږ د رسول الله (ص) د سیرت او اخلاقو داعیان یو، او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ولسونو سره په نېک چلند او عدل ته پوره پاملرنه وکړي. 
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت پر عمومي عفوه ژمن دی او د افغانستان د هر وګړي سر او مال خوندي دی. مولوي عمري وویل چې هغه کسان چې زموږ په مقابل کې یې تیر شل کړه جګړه کړي، هغوی دې نور له مخالفته ډډه وکړي او د خپل نظام ملاتړ دې وکړي.
د خوست والي مولوي عبدالله مختار په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغانانو د تاریخ په هر پړاو کې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره یوازې د خپلواکي، عزت او ایمان مفکوره منلې ده. نوموړي زیاته کړه، افغان ولس د خپل وینې او غیرت په بیه نه یوازې نظامي خپلواکي، بلکې اقتصادي، فکري او عقیدوي ازادي هم ترلاسه کړې ده.
هغه څرګنده کړه چې د خوست له ولسونو سره بلدتیا لري او د دوی د غیرت، مېړانې او وفادارۍ شاهد دی. نوموړي زیاته کړه، د خوست د پرمختګ او د هېواد د رغونې لپاره به په ګډه هڅې کوي.