د خوست نړیوال هوايي ډګر اطرافي کنډک ۱۱۰ تنه منسوبین د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
فراغت غونډې ته د یاد ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مختار په ګډون امنیه قومندان، خوست ښاروال او نور مسؤولین او منسوبین راغلي وو.
ښاغلي مختار په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې د هېواد سرحدي پوليس ورځ تر بلې د مسلکي توب خوا ته روان دي. د دغه راز ټولو فارغ شویو منسوبينو ته په خطاب کې وویل چې هر چا چې زمونږ په خاوره تېری وکړو د ټولو شته امکاناتو څخه د وطن په ساتلو کې ګټه پورته کړئ.
د سویل ختيځ زون تعلیمي مرکز قومندان مولوي محمد الله احمد بيا ټولو مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې د سرحدي پوليسو روزنيزې دورې به لا زیاتې شي.
حمدالله سرحدي بیا مسوولينو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ ډاډ څرګند کړ چې فارغ شوي ځواکونه به د ولس لا ښه خدمت وکړي.
غونډه د تصديق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.