د خوست ملي پولیسو ۲۹ کیلو ګرامه چرس نیولي دي
د خوست ولایت ملي پولیسو د دې ولایت په دوه منده او علیشېرو ولسوالیو کې ۲۹ کیلو ګرامه چرس او ۵۷۲ ګرامه شیشه نیولې. نیول شوي چرس په یوه سراچه ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې په تور یې دوه تنه نیول شوي دي.