د خوست او غزني ولایتونو لپاره د کورایمس(CoreIMS) سیستم فعال شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۰
sfasd

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د لوژسیتیک لوی ریاست مسلکي او تخنیکي منسوبینو د خوست او  غزني ولایتونو لپاره د کورایمس سیستم فعال کړ او د کورایمس له مرکزي مدیریت سره یې ونښلوو.
د دې سیستم فعالیدل به د لوژستیکي چارو په تنظیم، همغږۍ او روڼتیا په برخه کې مهم رول ترسره کړي. 
کورایمس (CoreIMS) یو انبار مدیریت سیستم دی چې د لوژیستیکي چارو لپاره د مالونو ثبت، تعقیب، وېش او ذخیره اسانوي.