د ختیځ زون د شرطې د ښوونیز او روزنیز مرکز د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۶
asdfsf

د ختیځ زون د شرطې د ښوونیز او روزنیز مرکز له لوري د جلال‌آباد ښار د نهو امنیتي حوزو او د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو د امنیه قوماندانیو اداري مرستیالانو او د دفتر امرینو لپاره د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد. د یاد مرکز مسؤلینو د دغه پروګرام موخه د اداري او مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري نظم پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول وبلل، او له ګډونوالو یې وغوښتل چې ترلاسه کړې زده‌کړې په عملي ډګر کې وکاروي. د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د بریالي ګډون په مناسبت ستاینلیکونه هم ووېشل شول.