د حامد کرزي په هوايي ډګر کې څه باندې اته کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۱۲:۴
moi

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۸.۵۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې کشف او ضبط کړل.
یادو کسانو نشه يي توکي چې د شیشه له ډوله دي؛ د حمام په لوازمو او د کالیو په منځ کې ځای پر ځای کړي وو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیولي، چې غوښتل یې نشه يي توکي بهر ته ولېږدوي.