د جوزجان په اقچه کې د غلو یو لوی باڼد د وسلو له لویې زېرمې سره ونیول شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۲۶
xcfgds

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ کشفي او امنیتي ځواکونو د څو هدفي او ځانګړو عملیاتو په پایله کې، له یوه کور څخه د غلا په تړاو د غلو ۱۳ کسیزې وسله‌والې ډلې ټول غړي له غلا شویو سرو زرو او نغدو پیسو سره نیولي دي. د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې د دې ډلې ۷ غړي نیول شوي وو چې د پرله‌پسې څېړنو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ نور شریکان هم ونیول شول. له نیول شویو کسانو سره درې میله کلاشینکوفونه، ۱۲ شاجورونه، ۲۵۲ فیره مرمۍ، دوه میله توپنچې، یو میل موشکوش، یوه روسي برچه، درې نظامي پرتلې، اته جوړې نظامي چمپرې، اته ولچکونه، یو برقي چارجر او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي. د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکو د وسله‌والو غلو د نیول کېدو هرکلی کړی او د قضیې د عاملینو د مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.