د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ نوی تعمیر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
sfdasas

کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست رییس الحاج مولوي عنایت الله رشید جوزجان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ نوي جوړ شوي تعمیر پرانیسته وکړه.
ښاغلي رشید په خپلو خبرو کې دغه ودانۍ د ولس د خدمت لپاره یو مهم ګام وباله وویل چې پدې ودانۍ کې به ولس ته د خدمت لا اسانتیاوې را منځ ته شي.
پرانیست غونډې ته د جوزجان ولایت مرستیال قاري محمد نسیم حاجي عزت په ګډون نور مشران او مسوولین هم راغلي وو.
د ویلو وړ ده چې یاده ودانۍ د نېږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت له بودیجې څخه جوړه شوې چې ټولو اداري اسانتیاوو ته په کې پاملرنه شوې ده.