د جوزجان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د امنیتي وضعیت د ارزونې، د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو د څارنې او د ښار د عمومي نظم د ارزولو په موخه د شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې د شپې ګزمه ترسره کړه.
د دغې لیدنې پر مهال د جوزجان والي لویې لارې، ګڼ مېشتي سیمې او د ښار ځینې مهمې ساحې ولیدلې، امنیتي وضعیت یې له نږدې وڅېړه او له امنیتي مسؤلینو سره یې د امنیت د ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي او د ښاریانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
د جوزجان والي د امنیتي ځواکونو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د امنیتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، له خلکو سره پر ښه چلند او د دندو پر صادقانه او ژمن ترسره کولو ټینګار وکړ او د ښاریانو امنیت او ارامي یې د سیمهییزې ادارې اساسي لومړیتوب وباله.