د تورخم بندر له لارې د زرګونو نشهيي ټابلیټونو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو لوی ریاست اړوند منسوبینو د تورخم په ځمکني بندر کې د پلټنو او چټک اقدام پایله کې د نشهيي توکو د یو لوی قاچاق مخه ونیوله. قاچاقوړونکي هڅه کوله چې ۶۰۰ پاکټه منع شوي "پریګابلین" ټابلیټونه، چې شمېر یې شاوخوا ۶ زره دانو ته رسېږي، له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کړي، چې د سرحدي پولیسو د هوښیار او مسلکي چلند له امله ونیول شول. دا اقدام نشهيي توکو سره د مبارزې په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.