د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت د ډاډګیرنې پیغام
![7](/sites/default/files/2020-10/122022819_1838074572997098_8458912654243055731_o_0.jpg)
انا لله و انا الیه راجعون
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار رازمحمد دوراندېش د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ترهګرو پر وړاندې په مخامخ نښته کې شهید شوی دی.
شهید سمونیار رازمحمد دوراندېش زړور، هېوادپال او ازمویل شوی نظامي کادر و، چې له خلکو او خاورې د دفاع په لار کې یې له هېڅ راز هڅو ډډه نه وه کړې او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
کورنیو چارو وزارت د دې افسر شهادت د ملي پولیسو منسوبینو، خپلوانو او خواخوږو ته تسلیت وايي او د څښتن تعالی له درباره د دې افسر کورنۍ ته د جمیل صبر د دعا لاس لپه کوي.