د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي معاون د پکتیا ولایت مقام د سویلختیځ زون د میلمستون له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د یادې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او زر به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
دا میلمستون دوه پوړه دی چې په هر پوړ کې یې ۴۵ خوني دي. په لومړي پوړ کې د کنفرانس لپاره معیاري او سمبالې خونې، اشپزخانه، طعامخانه، تشنابونه او عصري حمامونه شامل دي.
همداراز دویم پوړ یې هم ۴۵ خونې لري چې له عصري اشپزخانې او طعامخانې سره جوړیږي.
د یادولو ده چې دا پروژه د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریایست اړوند د تاسیساتو ریاست له لورې د ۱۶ میلونو افغانیو په ارزښت د جوړېدو په حال کې ده.