د تامیناتي چارو مرستیال له مل پلاوي سره کونړ ته سفر وکړ او له ځایي مسؤلینو سره یې ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالله مختار کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د امنیه قوماندان ترڅنګ له ځایي مسؤلینو سره ولیدل او دوی ته یې د بیت المال د ساتنې، ولسونو سره د نیک چلند، اطاعت او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه سپارښتنې وکړې.
نوموړي ځایي مسؤلینو ته په تامیناتي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل چې د بیت المال ساتنه او څارنه د ټولو ګډه ملي او دیني وجیبه ده. ښاغلي مختار زیاته کړه چې زموږ د نظام اصل اطاعت دی او د نظام ساتنه او دوام هم په اطاعت کې نغښتی دی.
د کونړ امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق حامد په تامنیاتي او اړوندو برخو کې د امنیه قوماندانۍ لاسته راوړنو په اړه د څرګندولو سربېره مهمې اړتیاوې له پلاوي سره شریکې او د همکاریو پراختیا هیله یې وکړه.