د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۰ کسه نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۲
للللل

یاد شمېر کسان د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د وژنو، غلا، اخلاقي بې لاریو او قمار په تړاو په کندز، بلخ، کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، ارزګان او بغلان کې نیولي دي.
په دوی کې، د بلخ د امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو درې تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه، شپږ تنه له نشه یي ګولیو او نقدو پيسو سرهد قمار په تړاو د یاد ښار په نهمه ناحیه او درې تنه نور د اخلاقي بې لاریو په تړاو د مزار شریف ښار په لسمه ناحیه کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، د کندز د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو څلور کسه د د نغدو پیسو او مبایلونو د غلا په تړاو، درې تنه د قمار او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو د یاد ولایت کندز ښار په دریېمه، پينځمه او اقتاش ولسوالۍ کې نیولي دي.
له بل لوري، ملي پولیسو په کابل کې درې تنه د غلا په تړاو د یاد ولایت په باګراميو ولسوالۍ، څلور تنه د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د کورونو د وهلو او له کورنو د فلزي کټارو د وړلو په تړاو او درې تنه وسله وال غله په ننګرهار کې نیولي دي.
همدارنګه، د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو څلور تنه د اخلاقی بې لاریو په تړاو په هرات، دوه تنه په کندهار کې له یوې صرافۍ د غلا په تړاو، دوه تنه په بغلان کې له کوره د تېښتې او یو تن د قتل په تړاو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې نیول شوی دی.