د بلخ پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۴۰ تنه مجاهدین له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
هغه غونډه چې په همدې موخه په یاد ولایت کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د مشرانو او محلي مسوولینو او منسوبینو تر څنګ د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت نظامي مرستیال پاسوال شیخ محمد نظر شینواري او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان پاسوال مولوي محمد موسی فاروق هم ګډون درلود.
مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغو شویو منسوبینو ته د مبارک ویلو تر څنګ له دوی وغوښتل چې د اوامرو اطاعت وکړي، له ولس سره نیک چلند غوره کړي او د هیواد د امنیت په لا نیولو کې نورې هڅې هم وکړي.