د بلخ په چمتال کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۹:۳۷
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې له ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد عملیات تېره شپه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې پینځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې د ځینو ترهګرو جسدونه، دوه میله پیکا وسلې او همدارنګه یو میل ام-شپاړلس وسله هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.