د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو ته نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۱
asdfasf

​د کورنیو چارو وزارت لخوا د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ ته د امنیتي خدمتونو د لا ښه والي، د پولیسو د تحرک زیاتوالي او پېښو ته د چټک غبرګون په موخه، (۶۵) عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه د ترافیکو مدیریت، امنیتي حوزو او اړوندو پولیسو واحدونو ته ووېشل شول، چې د دغو نویو او عصري وسایطو په کارولو سره به پولیس وکولای شي په لنډ وخت کې د پېښو سیمو ته ځان ورسوي، د امنیتي ګواښونو پر وړاندې اغېزمن اقدامات ترسره کړي، د ښاري امنیت او ترافیکي نظم په ښه مدیریت کې مهم رول ولوبوي او په پایله کې ولس ته غوره او پر وخت امنیتي خدمتونه وړاندې کړي.