د بلخ والي صاحب په مشرۍ د ولایتي چارواکو یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان هیواد ته په رسمي سفر ولاړو.
د پنج شنبې په ورځ د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب په مشرۍ د ولایتي چارواکو د یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان هیواد ته رسمي سفر پیل کړ، چي په یاد سفر کي د علماوو شورا رئیس شیخ مولوي سعید هاشمي، امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر، د بلخ د بهرنیو چارو رئیس مولوي امین الله صادق، د صنعت او تجارت رئیس قاري امیر محمد، د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم، خط اهن رئیس، عامي روغتیا رئیس او د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي سلطان محمد سعید او ګڼ شمېر نور مسئولینو یې ملتیا کوله په لومړۍ ورځ یې د یاد هیواد په سرخاندریا ولایت کي افغانستان کي د ازبکستان هیواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف، د یاد ولایت له والي او نورو دولتي مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او پر یوشمېر موهمو موضوعات یې بحث وکړ.
د لیدني په پیل کي د ازبکستان هيواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف لومړی د بلخ والي صاحب او وروسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د ازبکستان هيواد د سرخاندریا ولایت او بلخ ولایت ترمنځ اصلي موخه دوه اړخیزه مثبتي اړیکي، د سوداګرۍ په برخه کي پراخه همکاري او د صادراتو او وارداتو په وسیله د دواړو ولایتونو اقتصاد ته وده ورکول دي، د دې ترڅنګ مسؤلین غواړي د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو ترمنځ هر وخت ګډي ناستي ترسره کړي، ترڅو ټولي سوداګریزي او ټرانسپورټي ستونزي، چي موجودي دي ورته د پای ټکی کیږي د افغانستان بلخ ولایت د ازبکستان هیواد له سرخاندریا ولایت سره ګډه پوله لري، نو ازبکستان هیواد غواړي د اقتصادي پرمختګ په موخه له افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي.
وروسته د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا صاحب لومړی ډېره خوښي څرګنده کړه، چي په یو رسمي سفر ازبکستان هیواد ته سفر ترسره کوي او هلته د سرخاندریا ولایت له مسؤلینو سره د بلخ ولایت سوداګریزي او ټرانسپورټي ستونزي، د سوداګرۍ په برخه کي د تجارانو ستونزي او سرحد باندي د خلګو د تګ راتګ اړوند ستونزي له نژدې ورسره شریکوي او د دوی له لوري ورته د پوره ډاډ ترڅنګ د ژر تر ژره حل کېدو ژمنه کیږي، ښاغلي حاجي وفا صاحب زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین د نورو هیوادونو سره د اقتصادي پرمختګ په موخه ښې اړيکي غواړي، چي په همدې موخه به د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه کمیټه جوړه سي، ترڅو د ازبکستان او افغانستان هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، تجارت او ټرانسپورټ په برخه کي سته ستونزي پای ته ورسوي.
همدارنګه د بلخ والي صاحب زیاته کړه، چي په افغانستان کي د پانګوني لپاره ښه فرصتونه شتون لري او د سوداګرۍ او پانګوني د کچي د لوړولو په برخه کي د افغانستان د خلکو ترمنځ پوره یوالی سته، امنیت په پوره ډول خوندي دی، د کار کولو لپاره ښه زمینه برابره ده او د سوداګرۍ او پانګوني کچه تر پخوا ډېر لوړه سوې ده او غوښتنه یې وکړه، چي د سوداګرو او تجارانو لپاره دي په ګډه د دواړو هیوادونو په کوښښونو نوري اسانتیاوي هم رامنځته کړي.
د لومړۍ ورځي د پای ته رسېدو سره سم د دواړیو لورو ترمنځ د ښو اړیکو په موخه یو بل ته ډالۍ هم ورکړل سوې او لیدنه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.