د بلخ والي د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۴
asdfafd

د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال ابدوذو کروف په مشرۍ له هغه هېواد راغلي پلاوي سره وکتل. په دې پلاوي کې د اوبو وزارت مرستیال قرشیوف رستم او د کرنې، مالدارۍ او اوبو وزارت یو شمېر رییسان شامل وو.
په لیدنه کې دواړو لوریو د کرنیزو محصولاتو وارداتو او صادراتو، د آمو سیند د غاړو استحکاماتو، د میوو او سبزیو د لابراتوارونو او پروسس‌خونو جوړولو، معیاري فومیګیشن او د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه بحث وکړ.
د بلخ والي له پلاوي تود هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د آمو سیند د استحکامي پروژو په برخه کې پراخه همکاري وکړي. نوموړي وویل، د آمو ویجاړي څلور ولسوالۍ له کرنیزو ګواښونو سره مخ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، څو موده وړاندې د بلخ والي په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان هېواد ته سفر کړی وو او هلته یې، د دواړو هېوادونو تر منځ په همکاریو، د سوداګرۍ ودې، په سرحد کې د دواړو لورو پوله ساتو ځواکونو په همکارۍ او نورو موضوعاتو بحثونه کړي وو.