د بغلان “تاله او برفک” ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له ولکې ازاده شوه

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت “تاله او برفک” ولسوالۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو له کنتروله ازاده کړه.
د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو ګڼې وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د بغلان دوه ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه پاکې شوې.