د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت د ډاډګیرنې پیغام

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۹:۴۶
5

انا لله و انا الیه راجعون
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ورا اندرابي چې د روان کال د تلې میاشتې په ۱۱مه نېټه د ترهګرو پر وړاندې په رامنځته شوې نښته کې ژوبل شوی و، تېره ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړه.
شهید سمونوال محمد ورا اندرابي یو هېوادپال، زړور او په نظامي چارو کې ازمویل شوی کادر و، چې د خلکو د امنیت ساتنې او امن په برخو کې یې له هېڅ راز هڅو ډډه نه وه کړې او پدې سپېڅلې لار کې یې ځان قرباني کړ.
کورنیو چارو وزارت د دې افسر شهادت د ملي پولیسو منسوبینو، خپلوانو او ملګرو ته یې تسلیت وايي؛ کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي او د هېواد د لارې شهید ته د فردوس جنت د دعا لاس لپه کوي.