د بغلان او بلخ پولیسو څه باندې اوه زره ډزه بېلابېل ډوله مهمات ډایاک ته وسپارل

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴۱
7

د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې څه باندې اوه زره ډزه بېلابېل ډوله جنګي مهمات د ډایاک پروسې ته سپارلي دي.
په یادو مهماتو کې بېلابېل ډوله ګولۍ او د وسایطو ضد ماینونه شامل وو، چې د دې ځواکونو د لسګونو عملیاتو په پایله کې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې؛ د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ هم ۱۹۳ میله بېلابېل ډوله وسلې له مجرمینو څخه ترلاسه کړې وې، چې د ډایاک پروسې ته یې سپارلې دي.