د بره‌کي برک ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوې

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۳:۴۱
6

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ "ضیاالدین، شاګی او حیات" کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د ترهګرو طالبانو دوه کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.